
کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د سرهرود ولسوالۍ اړوند د سیاف فامیلی د دریم بلاک، ۶۱مې کوڅې کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، په یاده پېښه کې یو ۲۳ کلن ځوان، چې اصلاً د پچیراګام ولسوالۍ د ګریخېل سیمې اوسېدونکی و، او دا مهال یې د سرهرود په یادې سیمې کې استوګنه لرله، یاد کس په نشهيي موادو روږدی او ذهني توازون یې برابر نه وو د خپل کور په یوه کوټه کې خپل ځان زندۍ کړی وو.