افغانستانخبرونه

پاکستان کې د افغان کډوالو د پي‌اوار کارتونو موده نن پای ته رسیږي

کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوال پي او ار (POR) یا د راجسټر د تثبیت کارټونه لري چې برخلیک یې تر اوسه څرګند نه دی.

راپور زیاته کړې چې د دغه کارټ لرونکو د ضرب الاجل موده هم نن (دوشنبه) پایته رسیږي.

تر دې مخکې داسې راپورونه وو چې پاکستان حکومت اراده لري چې د پي او ار کارټ لرونکو د پاتې کېدو موده له درې تر شپږو میاشتو پورې وغځوي.