
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان پنجاب ایالت د فیروزپور د ډي اې وي ښوونځي لوبغالي کې د یوې محلي سیالۍ پر مهال د هرجیت سینګه په نوم یوه لوبغاړي د توپ وهنې پر مهال د شپږیزې وهلو وروسته ژوند وبایلود.
د را پورونو له مخې؛ له چې نوموړي شپږیزه ووهله، له هغې وروسته پرې د زړه حمله راغله او هملته په لوبغالي کې ومړ.
د سوشل میډیا پر ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې هرجیت سینګ د یو شپږیزې وهلو وروسته د خوشالۍ لپاره د بل لوبغاړي خوا ته روان وو، خو ناڅاپه یې روغتیا خرابه شوه او پر ځمکه ولوېد.
که څه هم د هغه ملګرو د نوموړي د پورته کېدو هڅه وکړه، خو را پورونه وایي، نوموړي هملته ساه ورکړې وه.