
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدو بهیر چټک شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د مخ پر زیاتېدونکو بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره، ناروې له خپلې بشري بودجې د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره لس میلیونه نارویژي کرون چې ۹۹۰۰۰۰ امریکايي ډالر کېږي، ځانګړي کوي.
د یادونې ده، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق د چنګاښ په ۶مه ویلي وو چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیونه ډالر بشري مرسته کړې ده.