خبرونهنړۍ

ټرمپ په سوریې د امریکا د بندیزونو لغوه کولو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سوریې پر ضد د امریکا د بندیزونو د لغوه کولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: د سوریې په پخواني ولسمشر بشارالاسد، هغه ته نږدې کسانو، د بشري حقونو ناقضینو، د نشه یي توکو قاچاقبرانو، د کیمیاوي وسلو پروګرام پورې اړوند کسانو او په سوریې کې د ایران د نیابتي ځواکونو پر ضد بندیزونه به پاتې وي.

ټرمپ په مۍ میاشت کې اعلان کړی و چې د سوریې د بیا رغونې لپاره به پر دې هیواد بندیزونه لرې کړي.

لویت د ټرمپ او د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع ترمنځ د وروستي سفر په ترڅ کې د لیدنې په اړه وویل: «هغه د یوې باثباته، یووالي او په خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې د سوریې ملاتړ ته ژمن دی.»

هغې زیاته کړه: «دا د دې ولسمشر یوه بله ژمنه ده چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره یې پوره کړې ده.»

د اکسیوس خبري ویبپاڼې د دوشنبې په ورځ د امریکایي او اسرائیلي رسمي سرچینو په حواله لیکلي چې سپینې ماڼۍ د سوریې او اسرائیلو ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه «لومړني بحثونه» پیل کړي دي.