
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې؛ په عامه ځایونو کې د مخ پټول منعه شول.
له دې مخکې قرغزستان او ازبکستان هم په عامه ځایونو کې د مخ پټولو منع کړې وه.
دا اقدام د منځنۍ اسیا هیوادونو د مذهبي تندلارۍ پر وړاندې د مبارزې یوه برخه ده.
د نوو مقرراتو له مخې، په بشپړه توګه د مخ پټول یوازې په هغو مواردو کې اجازه لري چې قانون د رسمي دندو ترسره کولو، طبي دلایلو، د سختو هوا شرایطو څخه د ساتنې، مدني دفاعي موخو یا په ورزشي او کلتوري غونډو کې د ګډون لپاره اړین وي.
په دې اصلاح شوي قانون کې، چې د ولسمشر لخوا لاسلیک شوی، ویل شوي: «په عامه ځایونو کې د هغو جامو اغوستل منع دي چې د مخ پیژندلو مخه نیسي، پرته له هغو مواردو چې د قزاقستان د جمهوریت قوانین یې اړتیا تایید کړي.»
د دې هیواد ځینو رسنیو راپور ورکړی چې قاسم جومارت توکایف د دودیزو جامو اغوستلو ملاتړ کوي چې د قزاقستان کلتوري هویت څرګندوي، خو هغه د هغو جامو سره مخالفت کړی چې مخ په بشپړه توګه پټوي.
دا اقدام وروسته له هغه وشو چې په قرغزستان کې ورته ګام پورته شو.
په قرغزستان کې د روان کال په جنوري کې یو قانون تصویب شو چې په عامه ځایونو کې د نقاب او مخ پټولو کارول منع کوي.
د قرغزستان قانون جوړونکو د دې بندیز دلیل په دولتي ودانیو او عامه ځایونو کې د اشخاصو پیژندلو ستونزه بللې ده.
اوزبکستان هم په ۲۰۲۳ کال کې په عامه ځایونو کې د برقع اغوستل، چې ټول مخ او بدن پټوي، منع کړ او د دې هیواد د عدلیې وزارت دا پرېکړه د «عامه نظم ساتلو» په موخه اعلان کړه.