خبرونهنړۍ

ایټالیا د غیر اروپايي هېوادونو وګړو ته ۵ سوه زره کاري ویزو ورکړې اعلان وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایټالیا هېواد اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۲۸ پورې به د غير اروپايي هېوادونو لپاره ۵ سوه زره کاري ويزې ورکړي.

د را پورونو له مخې؛ دا اقدام په یاد هېواد کې د کاري قوې د کمښت د پوره کولو او قانوني کډوالۍ لپاره د لارو پرانستلو د ستراتيژۍ يوه برخه ده.

د حکومتي اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۶ کال کې به ۱۶۴,۸۵۰ نويو کسانو ته د کار اجازه ورکړل شي، په داسې حال کې چې تر ۲۰۲۸ پورې به په ټوليزه توګه ۴۹۷,۵۵۰ نوې کاري ويزې صادرې شي.

دا اقدام د لومړي وزیر جيورجيا ميلوني په مشرۍ د ښي اړخه حکومت لخوا دويم لوی مهاجرت پلان دی. له دې وړاندې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ پورې د ۴۵۰ زرو څخه د زياتو ويزو د ورکولو پريکړه هم شوې وه

ایټالیا د کرنې، صنعت او نورو مهمو برخو کې د کاري قوې له سخت کمښت سره مخ ده.

په ۲۰۲۴ کال کې په ایټالیا کې د زېږون په پرتله ۲۸۱,۰۰۰ څخه زیاته مړینه شوې، چې په ټول نفوس کې یې په ۳۷ زره کمښت سره  ۵۸.۹۳ ميليونه ته راټيټ شوی.