
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو تاڼو کې د ۲۰۲۵ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جولایي تر لومړۍ نېټې پورې د ترهګرۍ ۷۵۶ پېښې ثبت شوې.
د پولیسو راپور له مخې، په دې موده کې د باج اخیستنې ۹۴، هدفي وژنو ۴۱، تښتونو ۳۸، د بم چاودنو اتیا، ۵ ځانمرګو بریدونو، ۱۲ میزایلو بریدونو او ۳۵ لاسي بمونو بریدونو پېښې رامنځته شوې.
پر پولیسو د ډزو ۲۶۹ پېښې، د ترهګرو سره د همکارۍ ۴۴ او مالي مرستې ۱۳ مقدمې هم ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان خیبرپښتونخوا دا مهال تر ټولو نا امنه سیمه ده او ځینې سیمې یې د وسله والو ډلو په لاس کې دي.