افغانستانخبرونه

ملا برادر د ایکو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته سفر وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ایکسو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه غونډه کې د ګډون په موخه د اذربایجان پایتخت باکو ښار ته سفر وکړ.

د طالبانو رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي چې ملا برادر پرون د يو پلاوي په مشرۍ دغه غونډه کې د ګډون په موخه تللی چې هلته يې د ځايي چارواکو له لوري هر کلی شوی دی.

ایکو چې د اقتصادي همکاريو سازمان دی په ۱۹۶۲ کال کې د درېیو هېوادونو ایران، پاکستان او ترکیې له لوري رامنځته شوی چې اوس يې د افغانستان په ګډون ځينې نور اسیايي هېوادونه هم غړیتوب لري.