خبرونهنړۍ

بلاول بوټو: طالبان د دوحې تړون د ژمنو په ماتولو سره د سيمې ثبات ته ګواښ پېښوي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خلکو د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د طالبانو لخوا د دوحې تړون د ژمنو پرله پسې نقض د سيمې بې ثباتۍ ته لمن وهلې او له دغه ډلې یې غوښتي چې د دوحې تړون په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

هغه دا خبرې په اسلام آباد کې یوه سيمنار کې کړې او ويلي يې دي چې ترهګري يوه نړيواله ګواښ ده او پاکستان د دې پر وړاندې د مبارزې لپاره درانه انساني او اقتصادي زيانونه پرې کړي دي.

بلاول بوټو خبرداری ورکړی چې د طالبانو له خوا نادیده نیول شوې ژمنې به د سيمې بې ثباتۍ لامل شي.

هغه د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې ويلي چې د دوحې تړون ژمنو ته وفاداري به د دې بې ثباتۍ مخه ونيسي.

طالبانو په دې سند کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې او داعش په څېر ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امريکا د ګټو پر ضد وکاروي.

طالبانو څو ځله اعلان کړی چې د افغانستان خاوره به هېڅ ډلې ته د ګاونډيو هېوادونو پر ضد د عملياتو لپاره نه ورکول کېږي.

خو د پاکستان چارواکو دا ادعا رد کړې او طالبان يې د تحريک طالبان پاکستان غړو ته د پناه ورکولو په تور تورن کړي دي.