
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د څارويو سوداګرو څخه د لس میلیونه پاکستانۍ کلدارو د غلا په تور د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه نیول شوي دي.
را پورونه وایي، دوی د اپريل په ۳۰مه د سوپر هاي وې پر لاره په يوه موټر کې د څآرویو د شل تنو سوداګرو څخه غلا کړې وه.
سرچينو ويلي، له یادو کسانو څخه وسلې هم تر لاسه شوي دي.
د سرچينو په وينا، په دې غلا کې نور ۵ تورن کسان هم ښکېل دي چې دا مهال له سیمې تښتیدلي.