خبرونهنړۍ

د بنګلدېش پخوانۍ لومړۍ وزیرې ته د عدالت د سپکاوي په تور په ۶ میاشتو بند محکومه شوه

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د بنګلدېش هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شيخ حسينه د عدالت د سپکاوي په تور په شپږ میاشتې بند محکومه شوې ده.

د بنګله دېشۍ ورځپاڼې په وينا، د شيخ حسينه د خپور شوي غږ په اړه ويل شوي چې هغې يو محلي مشر ته ويلي وو: زما پر وړاندې ۲۲۷ قضیې دي، اوس مې د ۲۲۷ کسانو د وژلو جواز ترلاسه کړ.

د راپور له مخې، محکمې د شيخ حسينه دا بيان په قضايي چارو کې مداخله او د عدالت سپکاوی وباله او هغې ته يې د شپږ مياشتو د بند سزا واوروله.

د بنګله دېشي رسنيو په وينا، محکمې د عوامي ليګ د محصلينو سازمان چھاترا ليګ مشر شکيل آکند ته هم د دوو مياشتو د بند سزا واوروله.

د یادونې وړده، چې پخوانۍ لومړۍ وزیره حسینه دا مهال په هندوستان کې ده.