
کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې په شمالي برخه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په برید کې یو اسرائیلی عسکر وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د اسرائیلي رسنیو د را پورو له مخې؛ په برید کې ۱۹کلن سارجنټ اسرائیلي عسکر وژل شوی او د ټانک قوماندان په ګډون ۲ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د فلسطین د مقاومت ډلې ویلي، چې د ټرمپ له لورې د اوربند وړاندیز په اړه به له ارزونې وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.
حماس ټینګار کوي، چې د اوربند له مخې؛ باید ټول اسرائیليان له غزې څخه ووځي.