خبرونهنړۍ

په غزه د اسرائیلو برید کې د یوه روغتون مشر د خپلې ټولې کورنۍ سره یو ځای وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، په غزې ښار کې د استوګنې په یوه ودانۍ د اسرائیلو برید کې د انډونېشین روغتون مشر ډاکټر مروان السلطان د خپلې ټولې کورنۍ سره یو ځای وژل شوی دی.

د استوګنې په دغه ودانۍ برید چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوی، ۶۷ نور فلسطینیان هم وژل شوي دي.
د اسرائیلي پوځ لخوا فلسطینیانو ته ویل شوي چې د غزې خان یونس سیمه دې ژر تر ژره خالي کړي.

دوی ګواښ کړی، له هغه ځایونو چې په دوی برید کیږي، د دوی لخوا به په راکټونو په نښه شي.