خبرونهنړۍ

امریکا ته د تلونکو لپاره نوی خبرداری: د ویزې او ګرین کارډ د لغوه کولو نوی قانون تطبیق شو

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتونو د کډوالو د ۲۰۲۵ م کال د جولاۍ په میاشت کې د کډوالو په برخه کې نوی سخت قانون اعلان کړی، ې له مخې هغه کسان چې دغه هېواد ته راځي، ورته د ویزې او ګرین کارډ د لغوه کولو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د دغه هېواد د کډوالو څانګې خبرداری ورکړی چې امریکا ته راتلل او دلته پاتې کېدل یو اعزاز دی، نه د خلکو حق.

دغه اداره وایي، که څوک د ترهګرۍ ملاتړ، تاوتریخوالي ته هڅونه یا داسې فعالیتونو کې ښکېل وي، نو هغه ته به په امریکا کې د پاتې کېدو اجازه ورنکړل شي.
د امریکی رسنیو په وینا، لسګونه داسې پېښې رپورټ شوې چې په کې د ګرین کارډ لرونکي د کډوالو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۴ کال د جنوري لومړۍ نېټې پورې نږدې ۱۳ میلیونه وګړي په قانوني توګه په امریکا کې اوسېدل، خو د نوي قانون له مخې؛ که کوم قانوني اوسیدونکی د امریکی ارزښتونو یا قوانینو خلاف ورزي وکړي، لکه تاوتریخوالی، ترهګري یا نفرت پارونکي فعالیتونه، نو د هغه ګرین کارډ یا ویزه به لغوه شي.