
کابل ټیلیګراف – ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د المان د کډوالۍ فدرالي اداره وایي، چې ۱۱ زره او ۴۲۳ افغانان مکلف دي، چې دغه هېواد پریږدي.
دغه ادارې زیاته کړې، په یادو افغانانو کې ۹۶۰۲ کډوال د “دولدونګ” یا دغه هېواد کې د اوسېدو موقتي سند لري، خو پاتې نور یې بې اسناده دي.
د جرمني حکومت هڅه کوي چې په لومړي ګام کې مجرم افغان کډوال وباسي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، هڅه کوي له طالبانو سره د دغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه مستقیم توافق ته ورسیږي.
دا موضوع په جرمني کې له سیاسي مخالفتونو سره هم مخ شوې ده.