افغانستانخبرونه

غزني کې د سلطان بند د څارنې او ساتنې پروژې چارې پيل شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت د وزیر ملا عبداللطیف منصور له لوري د ۱۰۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې پروژې چارې پیل شوې.

ملا عبداللطیف منصور دغه پروژه د اوبو د مدیریت او د کرنې د پرمختګ په برخه کې حیاتي وبلله.

د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د زېرمې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعبه اوبو څخه ۱۳ میلیون متره مکعبه اوبو ته لوړه شي، چې ورسره به نږدې ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.