
کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د باکو له نړۍوال بندره د لیدنې پر مهال له اذربایجاني چارواکو غوښتي چې له دغه بندره دې د افغاني توکو صادراتو ته زمینه برابره کړي.
د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې لمخې، اذربایجاني مسوولینو له باکو بندره ترکیې او اروپا ته د افغانستان د صنعتي توکو، کرنیزو محصولاتو او کاني توکو صادراتو ته چمتووالی ښودلی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواو له باکو بندره د ګډې سوداګرۍ او ټرانزیټ د پيل لپاره د امکاناتو او ټرانسپورټي لارې د ارزولو په موخه ګډې تخنیکي کمېټې ټاکلې دي.