افغانستانخبرونه

د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران او سیلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (دوشنبه، د چنګاښ ۱۵مه) د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي.