افغانستانخبرونه

د امریکا په تګزاس کې د سېلابونو له امله د مړو شمیر ۸۲ کسانو ته لوړ شو

کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا په تګزاس ایالت کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۲ تنو ته لوړ شو.

په قربانیانو کې ۲۸ ماشومان هم شامل دي.

د راپور پر بنسټ، تر دې دمه ۴۱ کسان لادرکه دي او د پلټنې عملیات یې دوام لري.

ایالتي چارواکو ویلي، چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.