
کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسراییل پوځ د دوشنبې په سهار ویلي، د یمن په درېیو بندرونو او د برېښنا پر یوې کارخونې چې د حوثیانو اړوند دي، بریدونه کړي دي.
رویټرز خبري اژانس وايي، دا نږدې له یوه میاشت وروسته پر یمن د اسراييل لومړنی برید ګڼل کېږي.
اسراييلي پوځ زیاته کړه چې دغه بریدونه پر الحدیده، راس عیسی او الصلیف بندرونو او پر راس قنطب برېښنا کارخونې شوي دي.