خبرونهنړۍ

د درې پاکستاني پوځیانو سرونه پرې شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د دریو پوځیانو داسې مړې موندل شوي، چې سرونه یې پرې شوي وو.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي مروت په پزو غرونو کې د دریو پاکستاني پوځیانو داسې جسدونه موندل شوي، چې سرونه یې پرې شوي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا درې پوځیان له دې مخکې د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) لخوا تر نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته لیږدول شوي و.

د پاکستان چارواکو هم دا پېښه تائید کړې ده.