خبرونهنړۍ

عراق کې اته ترکيي سرتیري وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د عراق په شمالي سیمه کې د یوه غار یا څمڅې کې د عملیاتو پر مهال د ګاز نیونې له امله اته ترکي سرتیري وژل شوي او ۱۱ نور روغتون ته لیږدول شوي دي.

د ترکیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ تائید کړه چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ(PKK)  پر ضد د پوځي عملیاتو پر مهال رامنځته شوه.

دغه وزارت زیاته کړې، په یاد غار کې د یوه وژل شوي ترکي پوځي مړي د موندلو په موخه په غار کې پلټنه کوله.

 دفاع وزارت په وینا، د غار دننه د ګاز نیونې له امله نور ۱۱ پوځیان هم د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.