
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، بسم الله جان شینواری، چې عمر یې ۴۱ کاله و، د یوې ناروغۍ له امله وفات شو.
بسم الله جان شینواري په ۳۴ یو ورځنیو نړیوالو او ۲۶ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې لوبڅآرې کړې.
سربیره پر دې، هغه په ۳۱ فرسټ کلاس، ۵۱ لسټ اې او ۹۶ کورنیو شل اوریزو لوبو کې لوبڅار پاتې شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د بسم الله جان شینواری د مړینې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت ویلی.