خبرونهنړۍ

د امریکا سترې محکمې ټرمپ ته په لویه کچه د مرکزي حکومت کارکوونو د ګوښه کېدو اجازه ورکړه

کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د بهرنیو رسنیو په وینا، د امریکا سترې محکمې د ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړې چې په لوی شمېر د مرکزي حکومت کارکوونکي له دندو ګوښه کړي. محکمې ویلي چې د ټرمپ اداره به دا ثابته کړي چې دا برطرفۍ قانوني دي.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د امریکا په مرکزي حکومت کې د ۲ میلیونه او درې سوه زره کارکوونکو د ګوښه کولو اعلان کړی و، خو وروسته محکمو دا پرېکړه وځنډوله.

د محکم د وروستۍ پرېکړې له مخې، اوس د امریکا په مرکزي حکومت کې د سلګونه زره کسانو دندې له خطر سره مخ شوي دي.