افغانستانخبرونه

د ایران او پاکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

افغانستان لپاره د ایران او پاکستان ځانګړو استازو محمد صادق او محمد رضا بهرامي په یوه پر لیکه ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

محمد صادق ویلي، دواړو خواو افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د سیمه ییز تعامل پر لارو چارو خبرې کړې دي.