افغانستانخبرونه

طالبان: د یوه ماشوم د ژغورنې په عملیاتو کې دوه تنه ووژل شول

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

بلخ ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د مزار شریف په ښار کې د یوه ماشوم د ژغورنې په عملیاتو کې دوه “تښتوونکي” ووژل شول. 

دې قوماندانۍ ویلي، چې دا عملیات نن (یکشنبه، ۲۲ سرطان) د مزار شریف ښار په څلورمه حوزه کې ترسره شول او په ترڅ کې یې یو بل “تښتوونکی” نیول شوی. 

د بلخ د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د اعلامیې له مخې، په دې عملیاتو کې یو ۱۲ کلن ماشوم، احمدشاه نوم، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د مزار شریف له اوومې حوزې څخه د “نامعلومو وسله‌والو” له خوا تښتول شوی و، ازاد شو. 

دې قوماندانۍ ویلي، چې د بلخ د طالبانو والي، محمد یوسف وفا، دا ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپاره.