افغانستانخبرونه

طالبان: افغانستان د مالګې په تولید کې پرځان بسیا شوی

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې افغانستان د مالګې په تولید کې پرځان بسیا شوی دی. 

دې دفتر نن (یکشنبه، ۲۲ سرطان) په ایکس کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې اوسمهال په کال کې ۳۴۴ زره ټنه مالګه په افغانستان کې تولیدېږي، چې د “خوراکي مالګې” او “حیواني مالګې” اړتیاوې پوره کوي. 

دې دفتر زیاته کړې، چې افغانستان په اوسط ډول په کال کې ۳۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري، چې ۱۶۰ زره ټنه یې خوراکي او ۱۴۰ زره ټنه یې حیواني مالګه ده. 

دغه دفتر ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۵۳ فابریکې د مالګې تولید او پروسس کوي او د هېواد اړتیا پوره کوي. 

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې د مالګې د تولیدکوونکو د ملاتړ او د هېواد د پرځان بسیاینې لپاره یې د هر ډول مالګې واردات منع کړي دي. 

افغانستان د نورو منرالونو ترڅنګ د مالګې کانونه هم لري، چې په تخار، سمنگان، بلخ، فاریاب، غور، هرات، پروان، غزني، پکتیا او کندهار ولایتونو کې موقعیت لري.