
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، په قطر کې د مذاکراتو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی، خو د اسرائیلي پوځ له لوري په رفح کې د مرستو په تمه بې وسلې فلسطینیان د غزې بشري بنسټ (GHF) مخې ته په نښه شوي دي.
په رفح کې یوه ژوندي پاتې فلسطیني ویلي، چې اسرائیلي پوځ د السکوش په سیمه کې د GHF مخې ته د مرستو په تمه پر ولاړو کسانو مستقیمې ډزې کړې دي.
د غزې د ډاکټرانو په وینا، په مې میاشت کې ۸۰۰ فلسطینیان د GHF مرستندویه مرکزونو مخې ته ووژل شول، په داسې حال کې چې ۵ زره نور ټپیان شول.
د اقصی روغتون ویاند، خلیل دقران، د مرستندویه مرکزونو مخې ته د ډزو هدف شوو فلسطینیانو په اړه جزییات ورکړي او ویلي یې دي، چې د دوی زیاتره کسانو په سرونو او پښو ګولۍ لګېدلې دي.