
کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفير تاکایوشي کورومیا سره لیدلي او په هېواد کې د روان وضعيت په تړاو يې خبرې کړې دی.
د حامد کرزي د رسنيو دفتر په يو خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه لیدنه کې پخواني ولسمشر د افغانستان له خلکو سره په بیلابیلو برخو کې خاصتآً د روزنې او روغتیا په برخه کې د جاپان له مرستو مننه کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د تاریخي او دوستانه اړیکو خوښي څرگنده کړه.
همداشان په دې کتنه کې پخواني ولسمشر افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور یاد کړی او د تلپاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره یې ملي تفاهم بهترینه لاره وبلله.