افغانستانخبرونه

تیرو ۲۲ ورځو کې له ایران څخه ۵۷۴ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس او د کډوالو د ستونزو د حل کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مسؤل احمدالله متقي وايي، په تېرو ۲۲ ورځو کې ۵۷۴,۲۴۱ کډوال له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
هغه زیاته کړې چې له دې شمېر څخه ۲۳۴,۹۰۷ کسان په خپله خوښه ستانه شوي او ۳۳۹,۳۳۴ نور په زور ویستل شوي دي.

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، یوازې پرون (یکشنبه، ۲۲ سرطان) ۲۱,۰۳۷ کډوال له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
هغه ویلي، له دې کسانو څخه ۷,۷۷۵ په خپله خوښه ستانه شوي او ۱۳,۲۶۲ نور په زور اخراج شوي دي.
دغه طالب چارواکي ویلي، د دوی ادارې او خلک د اسلام قلعې په پوله ستنېدونکو ته اړین خدمتونه وړاندې کوي او دوی د ثبت او مرستې وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول کېږي.