خبرونهنړۍ

سوریه کې وسله والو نښتو له امله ۱۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په سوریه کې د وسله والو نښتو پر مهال له ۳۰ زیات کسان وژل شوی او له ۱۰۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

نښتې هغه مهال پیل شوې کله چې د شام په سویدا ښار کې د محلي بدو قبایلو او دروز ملیشې ترمنځ نښته وشوه، چې تر اوسه په کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.
د بهرنیو رسنیو په وینا، دا فرقه ییزې نښتې په سویدا کې د دروز اکثریتي سیمې کې د څو کسانو د تښتونې له امله د بدو قبایلو او دروز ملیشې ترمنځ پیل شوې.
په دې نښتو کې تر اوسه ۳۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
د شام د کورنیو چارو وزارت د دې ستونزې د حل لپاره په سویدا ښار کې د مستقیمې مداخلې اعلان کړی دی.