خبرونهنړۍ

غزه؛ اوبو ته ولاړ ۱۷ ماشومان د اسرائیلو بمبارۍ کې وژل شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزه کې د اسرائیلو د وحشیانه بمباري له امله ۱۷ ماشومان چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ولاړ وو، وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ادارې (انروا) په وینا، د غذايي کمښت له امله یو بل نوي زېږېدلی ماشوم مړ شوی دی.
بل خوا، د اسرائیلو اپوزیسیون مشر یائر لاپید د غزې په رفح سیمه کې د کمپ د جوړولو مخالفت کړی او دا یې داسې یو «کنسنټریشن کمپ» بللی چې فلسطینیانو ته به د وتلو اجازه نه وي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په دې جګړه کې چې اسرائیلو تپلې ده، له ۵۸ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي، په داسې حال کې چې د ټپیانو شمېر ۱۳۸,۵۲۰ ته رسېدلی دی.