
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې د کتابونو جشنواره کې د افغانستان د بې سوادۍ کچې په زیاتېدو اندېښه ښوددلې.
رزا اوتونبایوا وویل، په افغانستان کې ۵۰٪ نارینه او ۸۰٪ ښځې بې سواده دي، چې دا د نړۍ تر ټولو لوړه کچه ده.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا په کابل کې د کتابونو جشنواره کې هغې وویل، یوازې ۵۰٪ نارینه او ۲۰٪ ښځې لوستل او لیکل کولای شي.
د یونسکو د نوي تعریف له مخې، سواد یوازې لوستل او لیکل نه، بلکې د ژوند او ټولنې په بدلون کې د پوهې او مهارتونو کارول دي.
خو په افغانستان کې ډېری خلک لا هم د لوستلو او لیکلو له وړتیا بې برخې دي.