خبرونهنړۍ

غزه کې ۴ اسرائیلي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د اسرائیلو پوځ تائید کړې، چې په غزه کې د نښتې پر مهال د دوی درې سرتیري وژل شوي او یو افسر یې سخت ټپي شوی دی.

دغه پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، یاد سرتیري د غزې په شمال کې پرون ماسپښین د حماس  له لورې په راکېټ د یوه ټانک د وېشتلو له امله وژل شوي و او یو افسر سخت ټپي شوی دی.

د اسراییلو ټایمز ورځ‌پاڼې د معلوماتو له مخې، غزه کې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله ۴۵۴ اسرائیلي سرتېري وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په هوايي بریدونو پرون او نن هم ګڼ‌شمېر فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر بیا ټپیان شوي دي.