
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي چې وچکالۍ په افغانستان کې ۱۹ ولایتونو ته سخت زیان اړولی دی.
دې نړیوال سازمان ویلي چې وچکالۍ د افغانستان د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې او تر ټولو زیات زیان یې شمالي ولایتونو ته رسولی دی.
دغه سازمان د سېشنبې په ورځ، د سرطان ۲۴مه، په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې د وچکالۍ له امله په افغانستان کې کرنیز محصولات کم شوي، د څارویو څړځایونه وچ شوي او د اوبو سرچینې هم کمې شوې دي.
د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړې چې که څه هم وچکالۍ پر ټولو افغانانو منفي اغېز کړی، خو د کلیوالو ژوند تر ټولو زیات له خطر سره مخ شوی دی.