
کابل ټیلیګراف – ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
ترکمنستان کې د طالبانو سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد قربانوف سره کتلي دي.
عشقاباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې کتنه کې پر سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو، ټاپي، اوسپنې پټلۍ او ټاپ پروژو، سوداګرۍ او هلته مېشتو افغانانو ته د لازياتو اسانتياوو په رامنځته کولو خبرې شوې دي.
دواړو لوریو دغه راز دوهاړخیزې اړیکې ارزښتناکې بللي او پر لا پیاوړتیا يې ټينګار کړی دی.