افغانستانخبرونه

حماس د اسرائیلو وړاندیزو شوی اوربند رد کړی

کابل ټیلیګراف – ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

حماس جهادي غورځنګ ویلي، چې اسراییلو د اوربند هغه وړاندیز رد کړی، چې د ټولو بندیانو خوشې کول پکې شامل وو.

د الجزیرې د راپور له‌مخې، د حماس جهادي غورځنګ د پوځي څانګې وياند ابوعبيده په یوې بیانیه کې ویلي چې دغه غورځنګ په وروستیو میاشتو کې د اوربند لپاره اسراییلو ته یو هر اړخیز وړاندیز کړی و، چې له‌مخې یې ټول بندیان په یوه وخت کې خوشې کېدل، خو اسراییلو دغه وړاندیز رد کړ.

نوموړي ټینګار کړی، که د اوربند هوکړه و نه شي، حماس د اوږدمهاله جګړې لپاره چمتو دی او د اسراییلي یرغلګرو د وژل کېدو او نیولو عمل ته به دوام ورکړي.