افغانستانخبرونه

نظري: تېر کال د اقتصاد وزارت د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۰۱ پروژې پلې کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري نن (شنبه) د روسنیو په مرکز کې د یو کلنې لاسته راوړنې پروګرام کې د خبرو پر مهال ویلي، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د څه باندې ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۰۱ پروژې پلې کړې دي.

نظري زیاته کړې چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې، ټولټال ۴۳ فعالیتونه په پام کې نیول شوي چې له منځه یې پر ۳۷ کار روان دی.

هغه ویلي، د پروژو په پلیتابه کې د روڼتیا د تضمین او خنډ او ځنډ د مخنیوي لپاره د څارنې ډيجیټلي سیسټمونه هم جوړ شوي دي.