
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د لسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ په نننۍ دوو لوبو کې د بند امیر ښارمان د مس عینک اتلانو پر وړاندې او د بست ساتونکي د سپين غر پړانګانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
په لومړۍ لوبه کې نن سهار بند امیر ښاماران لوبډلې د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو د درېیمې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د مس عینک اتلان لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر لوبډله کې، صدیق الله اتل، محمد شهزاد، اصف موسیزی، صدیق الله پاچا، ګلبدین نایب، ننګیال خروټی، سلیم ساپی، نجات مسعود، اظهار نوید او خلیل احمد لوبېږي او د افسر ځاځي په لوبډلمشرۍ د مس عینک اتلانو لوبډله کې وفي الله ترخېل، خالد تڼیوال، ناصر جمال، سهیل زرمتی، ایمل شاهین، فرمان الله ساپی، مجیب الر حمن، ضیاء الرحمن اکبر، ضياء شریفي او سعید احمد شیرزاد لوبېږي.
ټاکل شوې چې نن تر غرمې وروسته به دویمه لوبه د بست ساتونکو او سپين غر پړانګانو تر منځ ترسره شي.
پرونۍ لوبې:
پرون په دغو سياليو کې مس عینک اتلان د سپين غر پړانګانو پر وړاندې او امو نهنګان د بست ساتونکو پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته وتلي وو.
لومړۍ لوبه امو نهنګان لوبډلې د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بست ساتلونکو لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې خپل سفر په سترې بریا سره پیل کړ.
مس عینک اتلان لوبډلې د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ – ایکس بُل جام سیالیو په دویمه لوبه کې له یوې بهترینې لوبې وروسته د سپین غر پړانګان لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپل سفر په سترې بریا سره پیل کړ.