افغانستانخبرونه

طالبانو والي د ایران له «سفید سنګ» کمپ څخه لیدنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د ایران د سفر پر مهال د خراسان رضوي ولایت د «سفید سنګ» کمپ کې لیدنه وکړه.

د هرات د طالبانو د والي دفتر د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې اسلام‌جار د خراسان رضوي د والي له مرستیال او د دې ولایت د کډوالو چارو د ادارې له مسوولینو سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو په هواري ټینګار کړی او د دوی د «تدریجي، عزتمندانه او رضاکارانه» راستنیدو لپاره د شرایطو برابرولو غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، هغه په دې لیدنه کې له کډوالو سره خواخوږي ښودلې ده.

د طالبانو د والي د دفتر په وینا، ایراني چارواکو ډاډ ورکړی چې د کډوالو د ستونزو د حل او د افغانانو د رضاکارانه او تدریجي راستنیدو د اسانتیا لپاره به هڅې وکړي.

ټاکل شوې چې اسلام‌جار د دې ولایت په حسن‌آباد کمپ کې هم لیدنه وکړي.