
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر چتر لاندې د ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینو پايلې نن د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د ۱۴۰۴کال کانکور عمومي اول نمره سید موسی د سید داود شاه زوی د 356 نمرو په اخېستلو سره د کابل ولایت څخه شو او د کابل طب ته بریالی شو.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د ازموینو د ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني وويل چې د دیني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو ارزښت هم مهم دی او اسلامي امارت د عصري زده کړو د پياوړتیا لپاره هڅې کوي.
هغه زیاته کړه: «ازموینه د ولس، نظام او ځوانانو یو لوی امانت و او کوشش مو وکړ چې دغه امانت په سمه توګه وسپارو.»
دغه راز په یاده غونډه کې د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال ملا عبدالسلام حنفي وويل چې د کانکور د ازموینې په ګډون ټولې ازموینې د استعدادونو د پيدا کولو لپاره ګټورې دي چې بیا له همدغو استعدادونو څخه د هېواد د پرمختګ او ابادۍ په کارونو کې ګټه اخېستل کېږي.