
کابل ټیلیګراف – ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د جنوبي افریقا په لویدیځ کیپ ولایت کې د پنځو پوړونو یوې جوړېدونکې ودانۍ د نړېدو له امله ۳۴ کارګران وژل شوي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د جنوبي افریقا د عامه خدمتونو وزیر ډین ماکفریزن په خپل بیان کې ویلي، چې د دې ودانۍ نړېدل ډېرې پوښتنې راپورته کوي.
د سیمهییزو پولیسو په وینا، تحقیقات روان دي او تر اوسه هیڅوک نیول شوی نه دی.