افغانستانخبرونهکابل ټیلیګراف
د امریکا استیناف محکمې ټرمپ له دغه هېواده د افغانانو د اېستلو اجازه ورکړه

کابل ټیلیګراف – ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یوه فدرالي قاضي تېره ورځ (دوشنبه) هغه پریکړه لغوه کړه چې د ټرمپ حکومت د دې کار مخه یې نیوله چې ګواکې د زرګونو افغانانو او کامرونیانو لپاره د لنډمهاله محافظتي حالت (TPS) ختم کړي.
د ډانلډ ټرمپ حکومت د اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې نور د افغانستان او کامرون په وضعیت کې محافظتي حالت لپاره کومه توجیه نشته.
دغه پرېکړه به پر شاوخوا ۱۴،۶۰۰ افغانانو او ۷،۹۰۰ کامرونیانو منفي اغېز وکړي او هغوی به د را ایستلو کېدو له ګواښ سره مخ کړي.