افغانستانخبرونه

د ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیستل شو

کابل ټیلیګراف – ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي فابریکو کمپلکس پرانیستل شو او اوس مهال ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي.

د طالبانو ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د تولیدي فابریکو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام وباله او زیاته یې کړه چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو دافغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا  کې به د پام وړ مرسته وکړي.

هغه وویل، د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس کې به ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت به هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې شي او په لویه کې به دغه کمپلکس د هېواد د ملي اقتصاد په تقویه کې مؤثر رول ولوبوي.

هغه یوځل بیا پر ټولو پانګوالو او تجارانو غږ وکړ چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د تولیدي فابریکو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین آلاتو او کرنیزو وسایلو، دصنعتي او کوچنیو فابریکو ماشین الاتو، ترانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برقي وسایلو، مختلفو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبوبندونو د دروازو د قطعاتو په شمول ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي، چې یوشمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شول.