
کابل ټیلیګراف – ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا يوناما په يوه اعلامیه کې په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له لوري د ښځو او نجونو نيول غندلي او دا چاره يې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ياده کړې ده.
يوناما پر ټولنيزې شبکې اېکس باندې خپره کړې دغه اعلامیه کې ويلي چې “د طالبانو دا عمل ښځې او نجونې نورې هم منزوي کوي او په افغانستان کې د ویرې فضا خپروي.”
په اعلامیه کې ویل شوي، “موږ یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو څخه غواړو چې هغه پالیسۍ او کړنې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي آزادۍ محدودوي.”
د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغې موضوع په تړاو یې د طالبانو له چارواکو سره اړیکه نیولې ده.
تېره اوونۍ د کابل ښار له شهر نو سيمې څخه د طالبانو د امربالمعروف ادارې په مشرۍ د استخباراتو او قوماندانۍ ګډ پلاوي لسګونه نجونې او ښځې د حجاب د نه مراعت کولو په بهانه له ځانه سره یوړې او بیا يې د کورنيو د مشرانو په ضمانت خوشې کړې.