
کابل ټیلیګراف – ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون له خوا په خپلواکه توګه د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو اعلان ته غبرګون وښود.
د خبري سرچینو په وینا ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا مهمه نه ده چې ولسمشر مکرون څه وايي، هغه یو ډېر ښه سړی دی.
هغه زیاته کړه چې د مکرون لخوا د فلسطین د دولت په توګه په رسمیت پېژندلو بیان توازن نلري.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون په خپلواکه توګه د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو اعلان وکړ او په دې اړه یې د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته د ټولنیزو رسنیو له لارې یو لیک خپور کړ.
مکرون د لیک په خپرولو سره لیکلي: د منځني ختیځ د پایداره او عادلانه سولې لپاره، فرانسې پرېکړه کړې چې فلسطین به د دولت په توګه ومني.
هغه ویلي، هغه به د فلسطیني دولت د منلو رسمي اعلان د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې وکړي.