خبرونهنړۍ

د امریکا په نیو میکسیکو پوهنتون کې ډزو له امله دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د نیو میکسیکو ایالت په یوه پوهنتوني کمپلیکس کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. 

د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، د ډزو له پېښې وروسته پولیسو د شکمن بریدګر د نیولو لپاره لټون پیل کړی او پوهنتوني کمپلیکس یې تړلی دی.

د پوهنتون له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ډزو پېښه د سهار په ۳:۳۰ بجو رامنځته شوې.

اعلامیه کې ویل شوي، کله چې د کمپلیکس  پولیس د پېښې ځای ته ورسیدل، دوه ټپیان وموندل شول، چې یو یې په هماغه ځای کې ساه ورکړه.

د سهار ۶ بجو وروسته پوهنتون په ټولنیزو رسنیو یو بل خبرداری خپور کړ او په کې یې زده‌کوونکو او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې په خوندي ځایونو کې پاتې شي.

په اعلامیه کې ویل شوي: “ډېر قانون پلي کوونکي ادارې په ځای کې شتون لري او تحقیقات روان دي.”