خبرونهلوبېنړۍ

د جرمني نړیوالو پوهنتوني لوبو کې د پاکستان دوه لوبغاړي ورک شوي

کابل ټیلیګراف – ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ۲۰۲۵ نړیوالو پوهنتوني لوبو لپاره جرمني ته تللي پاکستاني پلاوي دوه لوبغاړي ورک شوي دي. 

سرچینو ویلي چې دواړو لوبغاړو په سیالیو کې برخه اخیستې وه، خو د جولای له ۲۴مې وروسته له پوهنتوني لوبو ورک شوي دي. 

د سرچینو په وینا، لوبغاړو په ماښامنۍ ډوډۍ کې برخه اخیستې وه، خو د سهار د ناشتې په وخت کې د دوی د ورکېدو خبر راغی. 

سرچینو دا هم ویلي چې د لوبغاړو پاسپورټونه د منیجر سره دي. 

دوی زیاته کړې چې د پاکستاني پلاوي واپسي به د جولای په ۲۷مه وي. 

د پاکستاني پلاوي مشر جاوید میمن وویل چې ژر به د ټولې وضعیت او حقیقت په اړه معلومات ورکړي.