خبرونهنړۍ

د اماراتو هوايي شرکت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۱۸ زرو کارکوونکو د ګومارنې اعلان وکړ

کابل ټیلیګراف – ۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د متحده عرب اماراتو (یو اې ای) هوايي شرکت “ایمریټس” د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د نږدې ۱۸ زرو نويو کارکوونکو د ګومارنې اعلان وکړ.

د عربي ویب‌پاڼې “ګلف نیوز” په وینا، ایمریټس ایرلاین د جولای په ۲۵مه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۱۷ زره او ۳۰۰ نويو کارکوونکو د ګومارنې اعلان وکړ. 

دا شرکت، چې د نړۍ له سترو هوايي شرکتونو څخه دی، د ۱۳۶ بېلابېلو دندو لپاره نارینه او ښځینه کارکوونکي ګوماري او د خالي پوستونو لپاره د ګومارنې بهیر به څو میاشتې دوام وکړي. 

د شرکت په ویب‌پاڼه کې ویل شوي چې د سویلي اسیا په هندوستان کې به لسګونه کسان  وګمارل شي، خو په پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا، نیپال او بوټان کې به هیڅ ګومارنه ونه شي. 

د منځني ختیځ په سعودي عربستان، ایران او متحده عرب اماراتو کې به هم لسګونه کسان ګومارل شي. 

د ګلف نیوز په وینا، د نويو ګومارنو په دې لړۍ کې د ایمریټس ایرلاین ځینې لوړو پوستونو ته ګومارل شوي کارکوونکي به تر میاشتې ۴۸ زره اماراتي درهمه معاش ترلاسه کړي. 

کارکوونکو ته به د ښو معاشونو ترڅنګ طبي او نورې بیمې او بونس هم ورکول کیږي.